د اسراییلو پوځ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې هوايي بریدونه کړي دي، او هممهاله یې په جنوبي ښار سوېدا کې د سوریې ځواکونو پر پوستو بریدونه دوام لري.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې اسراییلو ګواښ وکړ، که د سوریې حکومتي ځواکونه له جنوب نه و نه وځي، بریدونه به پراخ کړي.
اسراییلي چارواکو ویلي، دا بریدونه به څو ورځې دوام وکړي.
د راپورونو له مخې، د سوریې پوځ اوس د اسراییلو پر ضد د غبرګون وړتیا نه لري.

