په غزه کې د اسرائیلو هوایي بریدونو په پایله کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
هممهاله، د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر له قطر، چې د اسرائیل او حماس ترمنځ له مهمو منځګړو هېوادونو څخه دی، غوښتي چې له دوګوني لوبې لاس واخلي او د تمدن اړخ او د حماس د وحشت اړخ ترمنځ یو انتخاب وکړي.
قطر دا څرګندونې رد کړې او تحریکوونکې یې بللې دي.
سره له دې چې مصر او قطر هڅې کوي چې په غزه کې اوربند بېرته راولي، نه اسرائیل او نه حماس له خپلو اساسي غوښتنو څخه تېر شوي دي.
دواړه خواوې یو بل د هوکړې د ناکامۍ مسؤل بولي.

