د اسراییلو د دفاع وزیر، اسراییل کاتز وایي، چې د دغه هېواد پوځ به د غزې په هغو سیمو کې چې پاکې او نیول شوې دي، پاتې شي، حتی که جګړه هم پای ته ورسېږي.
کاتز ویلي، د اوربند د موافقې د بیا فعالولو هڅې ناکامې شوي او اوس اسراییلي پوځ د غزې دننه پراخه امنیتي سیمې رامنځته کړې دي، چې د فلسطینیانو پر ژوند یې جدي اغېز کړی.
اسراییلي پوځ وایي، دوی دا مهال د غزې ۳۰ سلنه برخه تر خپل کنټرول لاندې راوستې او د رفح ښار نیولو وروسته، د مورګ دهلېز پر لور پرمختګ کوي.
دغه دهلېز د غزې له ختیځ څخه تر مدیترانې سمندر پورې غځېدلی دی.
د اسراییلو په وینا، له ۱۸ مارچ راهیسې یې سلګونه حماس جنګیالي وژلي، چې پکې د دې ډلې لوړ پوړي مشران هم شامل دي؛ خو دغه عملیاتو ملګري ملتونه او اروپایي هېوادونو اندېښمن کړي دي.

