د اسراییلي رسنیو په وینا، د دې هېواد پوځ په وروستیو ورځو کې د ایران له احتمالي ناڅاپي برید سره د مقابلې لپاره ګډ پوځي تمرین پیل کړی دی.
د معاریو ورځپاڼې د راپور له مخې، په دغه تمرین کې د «تر ټولو بد ناڅاپي برید» سناریو شبیهسازي او د اردن له ختیځې پولو د دفاع نیمګړتیاوې وڅېړل شوې.
تمرین د پوځ د ستاد رییس ایال زامیر په مشرۍ ترسره شوی او پکې د یمن او لبنان له لوري د توغندیو بریدونه او د اردن له پولې وسلهوال نفوذ شامل و.
اسراییلي پوځ وايي، د اردن له پولې د نفوذ د مخنیوي لپاره د اوري ځواک لوړول، د ځواکونو چټکه لېږد او د نوې قطعې جوړول ضروري دي.

