د اسراییلو ۱۲م چینل راپور ورکړی چې د دغه هېواد د هوايي چلند ادارې مشر شموئل زکای بهرنیو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې سیمه ښايي د روانې اوونۍ تر پایه یو حساس پړاو ته داخله شي.
هغه ویلي، اسراییل ممکن د اړتیا په صورت کې یو ځل بیا خپل فضايي حریم وتړي.
د راپور له مخې، د اسراییلو کورنیو هوايي شرکتونو العال، آرکیا او ایسرایر د مسافرو لپاره د ټکټونو د لغوه کولو شرایط اسانه کړي دي.

