پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهاسرایل؛په یمن کې د حوثي وسله والو یو شمېر اهداف په نخښه...

اسرایل؛په یمن کې د حوثي وسله والو یو شمېر اهداف په نخښه کړي

اسراییلي پوځ ویلي، چې د دې هېواد جنګي الوتکو د یمن په صنعا او الجوف ولایتونو کې د حوثي ډلې پوځي مرکزونه بمبار کړي دي.

د پوځ په وینا، د حوثي ځواکونو پوځي کمپونه، د هغوی د تبلیغاتي برخې دفترونه او د سون موادو یو لوی ذخیره‌ځای چې د نظامي فعالیتونو لپاره کارول کېده، د بریدونو موخې وې.

اسراییل وايي، دا بریدونه د حوثیانو هغو حملو ته ځواب دی چې د اسراییل پر خاوره یې د ډرونونو او د ځمکني توغندیو په وسیله ترسره کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here