په اسراییل کې د امریکا سفیر، مایک هکابي، ویلي چې فکر نه کوي د فلسطین خپلواک دولت دې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ هدف وي.
نوموړي دغه څرګندونې له بلومبرګ نیوز سره په یوه مرکه کې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا د سفیر شخصي نظر دی او د یو سفیر شخصي نظر د حکومت بهرنۍ پالیسي نه شي ټاکلی.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ګڼو هېوادونو ویلي، چې د فلسطین د قضیې حل په خپلواک ډول د یاد هېواد پېژندلو پورې تړلی دی.

