اسرائیل وایي، د لبنان او سوریې ترمنځ یې هغه تجهیزات په نښه کړي چې حزب الله ډلې ته انتقالېدل.
دوی ویلي چې لبنان کې یې یو شمېر نور اهداف هم په نښه کړي دي.
اسرائیل وایي دوی ته د ګواښونو د مخنیوي لپاره په هر ډول اقداماتو د لاس پورې کولو حق لري.
حزبالله تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

