د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وایي، سولهییز افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره اړتیا ده.
نوموړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، سره له دې، چې افغانستان څخه په امنیتي برخه کې وېره شته؛ خو بیا هم ورسره دوی تعامل ته دوام ورکوي.
هغه ویلي، هېواد یې افغانستان کې د اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ کوي.
نوموړي وړمه ورځ د اسلامي همکاریو سازمان ته ویلي وو، چې افغانستان سره مرستې ته دوام ورکوي.

