د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د اپرېل پر ۱۹مه کابل ته له خپل وروستي سفر وروسته د دې سفر د پایلو د ارزونې غونډه جوړه کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلي ډار په دې غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې اسلاماباد له خپلو ګاونډیانو سره د سولې پر بنسټ د اړیکو جوړولو، د سوداګرۍ پراختیا، سیمهییز اتصال، دوامداره پرمختګ او هوساینې ته ژمن دی.
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان غواړي له افغانستان سره مثبت او رغوونکي روابط ولري، څو دواړه هېوادونه له موجودو فرصتونو ګټه واخلي.

