د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال، اسحاق ډار، وایي چې ملګرو ملتونو له اسلاماباد څخه غوښتنه کړې څو د افغانستان سره د سوداګرۍ د لارو د بندېدو پرېکړه یو ځل بیا تر غور لاندې ونیسي.
اسحاق ډار څرګنده کړې چې دا موضوع به د هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره شریکه کړي او احتمال شته چې په دې برخه کې بدلون راشي.
هغه ادعا کوي چې له هغه وروسته چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، په پاکستان کې څلور زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

