د طالبانو حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې د پاکستان
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او ورسره مل پلاوي سره ولیدل.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د درېاړخیزې افغان ټرانس رېلپټلۍ پروژې، اقتصادي همکاریو، افغان کډوالو راستنولو، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
اسحاق ډار د اسلاماباد له لوري د وړاندې شویو ژمنو د عملي کېدو یادونه وکړه او ملا محمد حسن اخند ته یې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سلامونه او پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.
په دې لیدنه کې حسن اخند ویلي، افغانستان هڅه کوي چې افغان ټرانس پروژه بریالۍ کړي او ستونزې باید د تفاهم، ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب له لارې حل شي.
هغه د پاکستان د سفر بلنه ومنله او ویې ویل، په مناسب وخت به دغه سفر ترسره کړي.

