د اسټرالیا پخوانی کریکټر ډیمین مارټن د شدیدې ناروغۍ له امله د برسبین په روغتون کې بستر شوی او حالت یې د اندیښنې وړ بلل شوی دی.
د اسټرالیا د غیر دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، ۵۴ کلن مارټن د کرسمس پر ورځ ناڅاپه ناروغ شوی او لوېدلی دی.
هغه د ۲۰۰۳ کال د کریکټ نړیوال کپ ګټونکی او د اسټرالیايي ډلې غړی و او اوس مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.
د راپورونو له مخې، هغه ته د سختې ناروغۍ له امله د تودوخې درملنه ورکول کېږي.
اسټرالیا کریکټ مشر ټوډ ګرینبرګ د مارټن د ناروغۍ په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې، او پخواني ویکټکیپر ایډم ګلکرسټ ویلي چې په برسبین کې د مارټن درملنه په غوره ډول روانه ده.
ډیمین مارټن په خپل مسلکي ژوند کې په ۶۷ ټیسټ، ۲۰۸ ونډې، او ۴ ټيټوینټي سیالیو کې د اسټرالیا نمایندګي کړې ده.

