د استرالیا حکومت اعلان کړی چې د ایران د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پنځو لوبغاړو ته یې بشري ویزې ورکړې او خوندي ځای ته یې انتقال کړې دي.
د استرالیا د کډوالۍ وزیر توني برک ویلي، دغه لوبغاړې د اسیا جام سیالیو تر پای وروسته په استرالیا کې پاتې کېدل غواړي او د پولیسو له خوا خوندي ځای ته لېږدول شوې دي.
د چارواکو په وینا، یادې لوبغاړې فاطمه پسندیده، زهرا غنبري، زهرا سربالي، عاطفه رمضانزاده او مونا حمودي دي.
وزیر برک زیاته کړې چې دغو لوبغاړو ټینګار کړی چې دوی سیاسي فعالانې نه دي، بلکې یوازې غواړي په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.
د لوبغاړو د امنیت په اړه اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې د ایران لوبډلې د اسیا د ښځو د فوټبال جام سیالیو پر مهال د سویلي کوریا پر وړاندې د لوبې مخکې ملي سرود ونه ویلو، چې په ایران کې پرې توند غبرګونونه راوپارېدل.
د استرالیا حکومت ویلي، د ایران د ښځو فوټبال لوبډلې نور غړي هم که وغواړي، کولی شي په دغه هېواد کې د پاتې کېدو غوښتنه وکړي.
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر دې موضوع غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې که استرالیا دغه لوبغاړې ونه مني، امریکا چمتو ده چې هغوی ته پناه ورکړي.

