شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهاسترالیا، اندونیزیا او مالیزیا؛دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

استرالیا، اندونیزیا او مالیزیا؛دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

په داسې حال کې چې مسلمانان په بېلابېلو هېوادونو کې د شوال د میاشتې د سپوږمۍ د لیدو په تمه دي، استرالیا، اندونیزیا او مالیزیا اعلان کړی، چې د دوشنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د استرالیا د اسلامي فتوا شورا نن په یوه بیان کې ویلي: «د دوشنبې ورځ، د مارچ ۳۱مه، د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، ځکه چې د شنبې په ماښام، د مارچ ۲۹مه، د شوال د میاشتې سپوږمۍ لیدل ناشوني دي.»

اندونیزیا هم په رسمي ډول اعلان کړی، چې د دوشنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي، ځکه چې په دې هېواد کې هم د شوال د میاشتې سپوږمۍ نه ده ثابته شوې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here