پاکستاني دولتي ټلویزیون PTI راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ استانبول کې خبرې بې پایلې درېدلې دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، دواړه لوري د سختدریځو ډلو د څار او د سرحدي بریدونو د مخنیوي پر میکانیزم هوکړې ته نه دي رسېدلي.
راپورونه وایي چې پاکستان د طالبانو حکومت ته د خپلو غوښتنو اتۀ مادې لېست سپارلی و، چې پکې د ټيټيپي وسلهوالو بې وسلې کول، په افغانستان کې د هغوی استوګنه، د پاکستاني ضد ډلو پر وړاندې عملي ګامونه او د افغان طالبانو رسمي بېلتون له ټيټيپي نه شامل وو.
د طالبانو حکومت د پاکستان ادعا رد کړې چې ګواکې د ټيټيپي ملاتړ کوي.
د یادونې ده چې دا د مذاکراتو درېیم پړاو و او د تېرو خبرو په څېر بېنتیجې پای ته رسېدلی دی.

