دوشنبه, مارچ 23, 2026
Homeافغانستاناستانبول مذاکرات؛د ناکامېدو په صورت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې...

استانبول مذاکرات؛د ناکامېدو په صورت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې وېره زیاته شوې

ټاکل شوې، چې سبا د کابل او اسلام اباد ترمنځ په استانبول کې درېیم پړاو مذاکرات پیل شي، چې د ناکامېدو په صورت کې یې پر یو بل د بریدونو احتمال زیات دی.

پاکستان ویلي وو، چې که کابل ټي‌ټي‌پي مهار نه کړي؛ نو دوی به خپل بریدونه پیل کړي؛ خو د طالبانو حکومت بیا ګواښ کړی و، چې دوی به دا ځل اسلام اباد په نښه کړي.

دا مذاکرات د دواړو لوریو د استخباراتي مشرانو په مشرۍ سبا پیل کېږي.

پاکستان بیا د مذاکراتو په درشل کې د طالبانو حکومت هغه ادعا هم رد کړې، چې ګواکې اسلام اباد د امریکا الوتکو ته د افغانستان د هوايي حریم د نقض لپاره خپله فضا په واک کې ورکړې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here