جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف له طالبانو وغوښتل چې د انتخاباتو پر ځای دې د حل او عقد شورا جوړه کړي.
سیاف له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت مشروعیت نه لري او باید د خلکو استازي د مشر د ټاکلو پروسه کې برخه ولري.
نوموړي ټینګار کړی، چې د حل او عقد شورا باید د ولسوالیو او ولایتونو د استازو څخه جوړه شي، څو د هېواد مشر وټاکي.
ښاغلي سیاف ادعا وکړه، چې د برهانالدین رباني حکومت هم د حل او عقد شورا له مخې جوړ شوی و، چې شرعي بنسټ یې درلود.
هغه دغه راز ویلي، که طالبان دا طریقه غوره کړي، دوی به ورسره مخالفت ونه کړي او د شورا فیصله به ومني.

