د طالبانو حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ازبېکستان ته تللي پلاوي د یاد هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره لیدلي دي.
د طالبانو حکومت له اقتصادي معاونیت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همدا راز په افغانستان کې د ازبېکستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې.
خواجهیوف ویلي تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.
نوموړي دغه راز افغانستان کې د خپل هېواد پانګوالو له لوري پانګونې په برخه کې هم ډاډ ورکړی.
په همدې حال کې ملا برادر ازبېکستاني لوري ته په افغانستان کې د هر ډول اسانتیاوو ډاډ ورکړی.

