د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې سیمهییز اختلافات باید یوازې د سولهییزو، سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل او فصل شي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د متقابل درناوي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا اصول باید د هر ډول خبرو اترو او تعامل بنسټ وګرځي.
په اعلامیه کې راغلي چې تاوتریخوالی او پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.
ازبکستان همداراز د خبرو اترو، اعتماد جوړونې او رغنده تعامل پر اهمیت ټینګار کړی او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د کړکېچ د لا پراخېدو مخه ونیسي او دایمي حل ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

