د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال بابر عثمانوف ویلي، چې افغانستان د ابرېښم لارې یو مهم او کلیدي شریک هېواد دی.
هغه دا څرګندونې د «افغانستان او منځنۍ اسیا د مشورتي خبرو اترو» غونډه کې وکړې، چې د سیمې د همکاریو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا تمرکز لري.
عثمانوف زیاته کړې، افغانستان دا وړتیا لري چې شاوخوا دوه میلیارده نفوس له یو بل سره ونښلوي او د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ مهم مرکز وګرځي.
نوموړي همداراز ویلي، چې ازبکستان په افغانستان کې د افغان–ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې مطالعات پیل کړي او د دې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره چمتووالی نیسي.
د هغه په وینا، د دې ډول پروژو پلي کېدل به د سیمې ترمنځ اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي او افغانستان به د سیمهییز اتصال په مهم محور بدل کړي.

