د ازبکستان ملي امنیت خدمت د افغانستان څخه ۶۰۰ کیلو او ۱۲ ګرامه نشه یي توکو د کشف خبر ورکړی دی.
ازبکستاني رسنیو د ازبکستان د ملي امنیت خدمت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د افغانستان سره په سرحد کې د سرخندریا ګمرک کې سلګونه کیلوګرامه چرس کشف شوي دي.
رسنۍ زیاتوي، چې قاچاقچیانو هڅه کړې وه چې دغه توکي د جاروګانو په موټر کې پټ او ازبکستان ته ولېږدوي.
رسنیو دغه راز ویلي، چې د کشف شوو موادو ارزښت په تور بازار کې ۱۶.۵ میلیون ډالر اټکل شوی دی.

