اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې ډېر ژر به درې نوې بار وړونکې ټرانسپورټي الوتکې رانیسي، څو د هېواد د تازه او وچو صادراتي محصولاتو د لېږد ظرفیت لوړ او د ټرانزیټ لګښتونه راکم کړي.
د طالبانو حکومت د امارتي شرکتونو ریاست په وینا، د نوو الوتکو په زیاتېدو به د صادراتو د لېږد بهیر هم چټک او هم اقتصادي شي.
د اریانا رییس بختالرحمن شرافت وايي، ټاکل شوې الوتکې به د بوینګ یا ایربس ډول وي چې بیې یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونه ډالرو اټکل کېږي.
چارواکي دغه اقدام د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د پیاوړتیا او د سوداګریزو توکو د نړیوال لېږد د اسانتیا لپاره یو مهم پرمختګ بولي.

