د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د اوربند پر مهال پر لبنان د اسرائیل لخوا د بریدونو په تړاو اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې که دغه بریدونه ونه درېږي، د واشنګټن او تهران ترمنځ شوی اوربند به هم له خطر سره مخ شي.
همداراز بریتانیا غوښتنه کړې چې لبنان دې بې له ځنډه د اوربند په چوکاټ کې شامل شي، څو د جګړې لمن نوره پراخه نه شي.
راپورونه ښيي چې د اسرائیلو وروستیو هوايي بریدونو په لبنان کې درانه تلفات اړولي او له ۲۰۰ ډېر کسان پکې وژل شوي، چې دا پېښه د نړیوالې ټولنې له پراخې غندنې سره مخ شوې ده.
په تهران کې چارواکو دغه بریدونه د اوربند ښکاره نقض بللی، خو واشنګټن ټینګار کوي چې د لبنان موضوع د دوی او ایران ترمنځ د هوکړې برخه نه وه.
په همدې حال کې، د دواړو لورو ترمنځ پر جزئیاتو اختلافات زیات شوي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران پر شوې هوکړه عمل ونه کړي، امریکايي ځواکونه په سیمه کې د احتمالي اقدام لپاره چمتو کېږي.

