د اروپايي اتحادیې استازي په ملګرو ملتونو کې ویلي، دغه اتحادیه په افغانستان کې د زدهکړې، بیان، کار، خوځښت او ټولنیز مشارکت پر محدودیتونو کلکه نیوکه کوي.
استاوروس لامبرینیدیس د طالبانو له حکومت غوښتي چې هغه قوانین لغوه کړي چې بشري حقونه محدودوي، او د نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت سیاسي او اخلاقي مسؤولیت لري، څو د ټولو افغانانو حقونه پرته له تبعیض څخه تضمین او عملي کړي.
هغه زیاته کړې، اروپايي اتحادیه د شفاف، اصولمحور او همغږي دریځ ملاتړ کوي، څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پټنځای یا د کډوالۍ د بحران سرچینه نهشي.

