اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ، د مرغومي په ۱۰مه، خبرداری ورکړی چې د یمن په حضرموت او المهره ولایتونو کې وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه کولای شي د خلیج سیمې د امنیت لپاره نوې اندېښنې او ګواښونه رامنځته کړي.
د اروپايي ټولنې په یوه رسمي اعلامیه کې راغلي، چې دغه بدلونونه د سیمې د ثبات پر وضعیت مستقیم اغېز کولی شي او له همدې امله باید د تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیول شي.
اعلامیه ټینګار کوي، چې هر ډول بېپروا ګامونه به د یمن او ګاونډیو هېوادونو امنیت لا زیانمن کړي.
اروپايي ټولنې له ښکېلو لورو غوښتي، چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او له هغو کړنو ډډه وکړي، چې د کړکېچ د لا ژورېدو لامل ګرځي.
د اعلامیې له مخې، سیاسي حللارې او خبرې اترې د روانو ستونزو د حل یوازینۍ معقوله لار ده.
په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې اروپايي ټولنه د یمن د یووالي، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه خپله ټینګه ژمنتیا بیا ځل څرګندوي.

