د فرانسې، بریتانیا، آلمان او پولنډ مشرانو خبرداری ورکړی که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین لپاره وړاندیز شوی ۳۰ ورځنی غیر مشروط اوربند ونه مني، نړیوال فشارونه به پرې زیات شي.
دوی دا اوربند د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ملاتړه برخمن بللی.
په ورته وخت کې د کرملین ویاند، دیمتري پسکوف، سيانان ته ویلي، چې مسکو باید دا وړاندیز وڅېړي.
نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې روسیه د اوکراین سره د سولې خبرو ته «بې له کوم شرط» چمتو ده، او کییف یې خبرو کې په خنډ جوړولو تورن کړ.
اروپايي مشران وايي، اوربند باید پرته له کوم شرط پیل شي.

