د اردن د بهرنیو چارو او کډوالو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د اعلان شوي لنډمهالي اوربند هرکلی کړی او دا یې د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره یو مهم مثبت ګام بللی دی.
د یاد وزارت رسمي ویاند سفیر فؤاد المجالي ویلي، چې اردن د ټولو هغو ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي چې موخه یې د شخړو او اختلافاتو حل د سولهییزو لارو له لارې وي.
نوموړي همداراز د سعودي عربستان، قطر او ترکیې د هغو هڅو ستاینه کړې چې د دې اوربند په رامنځته کېدو کې یې مهم رول لوبولی، او ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات کولی شي د سیمې د ثبات او ارامۍ لپاره زمینه برابره کړي.
وړاندې قطر او کویټ هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی.

