د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې اذربایجان او ارمنستان د بشپړ اوربند تړون لاسلیک کړی او له جګړې به تېر، تجارت او اقتصادي همکاریو ته لومړیتوب ورکوي.
دغه تړون د ټرمپ په حضور کې د اذربایجان ولسمشر الهام علیاف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک شو.
ټرمپ ویلي، امریکا به له اذربایجان سره د پوځې همکاریو بندیزونه لېرې کړي او له دواړو هېوادونو سره به د مصنوعي ځیرکتیا تړونونه وکړي.

