یکشنبه, مارچ 29, 2026
Homeافغانستاناحمد شریف چودري:د پاکستان نا امني کې هندي افسران او افغان کډوال...

احمد شریف چودري:د پاکستان نا امني کې هندي افسران او افغان کډوال ښکېل دي

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ادعا کړې چې بې‌اسناده افغان کډوال او هندي پوځي افسران د پاکستان دننه په خونړیو بریدونو کې لاس لري.

هغه ویلي، کره اسناد لري چې ګڼ افغانان په ترهګریزو او ورانکاره کړنو کې ښکېل دي.

چودري زیاته کړې، هند په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم په برخه کې منظم فعالیت کوي او هندي افسران په دغو بریدونو کې ښکېل دي.

هغه همداراز ویلي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په پاکستان کې د امریکايي وسلو کارول زیات شوي دي.

د طالبانو حکومت او نوي ډیلي چارواکو تر دې وړاندې د پاکستان دا ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here