د سوریې انتقالي حکومت مشر احمد شرع یوځل بیا ټینګار وکړ چې د دغه هیواد حکومت به هیڅ بهرني او کورني ځواک ته اجازه ورنه کړي چې سوریه کې ګډوډي یا کورنۍ جګړې ته واړوي.
احمد شرع د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې سوریه د کورنۍ جګړې په لور د دې هېواد د اړولو له هڅو سره مخامخ ده.
د احمد شرع دا وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د سوریې په ساحلي سیمه کې تاوتریخوالی دوام لري.

