د سوریې ولسمشر احمد شرع د چهارشنبې په ورځ پاریس ته ورسېد.
دا د بشار الاسد د نظام له پرځېدو وروسته؛ اروپا ته د شرع لومړی سفر بلل کېږي.
ټاکل شوې چې احمد شرع به له خپل فرانسوي سیال امانوئل مکرون سره وویني.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې نوموړی لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی.
احمد شرع هڅه کوي د دې سفر له لارې فرانسوي چارواکي قانع کړي چې د اروپایي اتحادیې او امریکا له خوا پر سوریه لګېدلي فلج کوونکي بندیزونه راکم کړي.
د یادونې ده، چې فرانسې په ۲۰۱۲ کال کې له بشارالاسد سره خپلې رسمي اړیکي پرې کړې او تر دې دمه یې بېرته نه دي پیل کړي.

