لیکوال او سیاسي شنونکي احمد شاه ساحل د پاکستان وروستي بریدونه د افغانستان پر خلکو او ملي هویت مستقیم برید بللی او ټینګار یې کړی چې د دې مسئلې په اړه باید “روښانه او بېابهامه دریځ” ونیول شي.
نوموړي ویلي چې د پاکستان له لوري پوځي اقدامات یوازې د یوې محدودې کړۍ کار نه دی، بلکې دا د ټول پاکستان له سیاستونو سره تړاو لري، او باید د افغانانو د یووالي لپاره حقیقتونه په ښکاره ډول بیان شي.
ساحل ټینګار کړی چې د پاکستان بریدونه د افغان ولس پر عزت، تاریخ او غرور برید دی او خبرداری یې ورکړی چې که دا ډول اقدامات بې ځوابه پاتې شي، راتلونکې کې به نور هم تکرار شي.
هغه له سیاسي او ټولنیزو فعالانو غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې د افغانانو د یووالي لپاره واضح او صریح دریځ خپل کړي او د موضوع په اړه له مبهمو تعبیرونو ډډه وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د افغانانو او پاکستان ترمنځ شخړه باید جدي وبلل شي او د خلکو احساسات باید عادي یا کم ارزښته ونه ګڼل شي.

