چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهاحمد الشرع؛د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته...

احمد الشرع؛د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر کوي

ټاکل شوې چې د سوریې موقت مشر احمد الشرع به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ترڅ کې نیویارک ته سفر وکړي، څو د ملګرو ملتونو د عمومي سرمشریزې په غونډه کې وینا وکړي.

د سوریایي رسنیو د راپورونو له مخې، دا به له ۱۹۶۷ میلادي کال وروسته، لومړی ځل وي چې یو سوریایي مشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون او مستقیمه وینا کوي.

احمد شرع له دې مخکې، د روان کال مې میاشت کې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم لیدلي وو.

دا لیدنه د سیمه‌ییزو اړیکو او نړیوالو تحولاتو له پلوه خورا مهمه بلل شوې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here