د کابل پخواني والي احمدالله علیزي ویلي، چې نن یې په اسلاماباد کې د جمعیت علما اسلام ګوند له مشر مولانا فضلالرحمن سره مهمه لیدنه کړې ده.
د علیزي په وینا، په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو، سیمهییز ثبات او متقابل تفاهم په اړه مفصلې خبرې شوې دي.
هغه زیاته کړې، چې دواړو لوریو د سولې او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره پر ګډو هڅو هوکړه کړې ده.

