دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستاناحمدالله علیزی:خلیلزاد دې د افغانانو بې اتفاقۍ ته نوره لمن نه وهي

احمدالله علیزی:خلیلزاد دې د افغانانو بې اتفاقۍ ته نوره لمن نه وهي

د کابل پخواني والي احمدالله علیزی د زلمي خلیل‌زاد وروستۍ څرګندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقې او بې‌باورۍ لامل بللې دي.

هغه ویلي، که څه هم خلیل‌زاد د امریکا استازی پاتې شوی؛ خو اوسني نظرونه یې د افغانستان پر داخلي چارو ناوړه اغېز کوي او د ملي یووالي پر ځای سیاسي کړکېچ زیاتوي.

ښاغلي علیزی ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو د ارادې له مخې او د ملي یووالي په فضا کې جوړ شي، نه د بهرنیو نظریاتو پر بنسټ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here