د کابل پخواني والي احمدالله علیزي پر خپل ټویټر لیکلي چې افغانستان دا مهال د کورنیو ستونزو او نړیوالو فشارونو تر منځ راګېر دی او یوازې د ملي تفاهم او ټولشموله مشارکت له لارې له دغه کړکېچه وتلی شي.
نوموړي د روسیې لهخوا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنه د روسیې د خپلو اهدافو برخه بللې.
هغه ټینګار کړی چې بهرني هېوادونه نهشي کولای د افغانستان لپاره سیاسي ثبات جوړ کړي او افغانان باید خپله د هېواد د راتلونکي پرېکړه وکړي.
ښاغلي علیزي د طالبانو حکومت له مشرتابه غوښتي چې ټول افغان مشران، له هر قوم او تفکره، راټول او د ملي اجماع لپاره زمینه برابره کړي.

