د طالبانو حکومت د اترا ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټول افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو لهخوا شاوخوا ۵۹۰ مخابراتي سایټونه جوړ شوي دي.
د دې ادارې په وینا، دا مهال د ۲۳۰ نورو سایټونو د جوړولو چارې روانې دي.
اترا زیاتوي، چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې په هېواد کې شاوخوا ۱۵۰۰ مخابراتي سایټونه جوړ شوي؛ خو لا هم په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې خلک مخابراتي شبکو ته محدود لاسرسی لري او د شبکو د کمزوري فعالیت له امله شکایتونه شته.

