چهارشنبه, فبروري 4, 2026
Homeکورپاڼهآیا رښتیا هم د افغان دولت په سقوط کې زلمی خلیلزادملامت دی؟

آیا رښتیا هم د افغان دولت په سقوط کې زلمی خلیلزادملامت دی؟

لیکوال: احمد شاه انګار
د نړیوالو اړیکو د سولې او شخړو مطالعاتو او ستراتیژیکو استخباراتو د علومو متخصص، ژورنالیست او سیاسي شننونکی.

افغان ټولنه له تېرو څو لسیزو را په دېخوا له ژور سیاسي، ټولنیز او فکري بحران سره مخ ده. د قبایلي تعصب او قومي ذهنیت دومره سترګې ړندې کړي چې د قرآن کریم دا آیت پر دوی په بشپړ ډول تطبیق کېږي:
صُمٌّ بُكمٌ عُميٌ فَهُم لا يَرجِعونَ
(کاڼه، ګونګه او ړنده دي، نو بیرته نه راګرځي).
نن ورځ په عامه ذهنیت کې داسې یو تصویر جوړ شوی چې د افغانستان د سقوط ټول مسؤلیت باید د زلمي خلیلزاد پر اوږو واچول شي. دلیل یې دا ښيي چې نوموړی د افغانانو سره نژادي تړاو لري، د افغانانو دا قبیلوي ذهنیت دا نشي درک کولای چې یو انسان چې نژاد يې پښتون وي هغه دې دي بل هیواد ته ژمن وي . خو د عقل او واقعیت له مخې دا تصور ډېر ناسم دی. خلیلزاد د امریکا تابعه دی، امریکایي سیاستوال او دیپلومات دی او دنده یې د امریکا د ملي ګټو خدمت کول دي، نه د افغانستان.
نوموړي په خپله څو ځله په ښکاره ویلي وو چې دی د امریکا رسمي استازی دی او یوازینی مسؤلیت یې د امریکا د دولت د پالیسیو عملي کول دي.

ولې یوازې خلیلزاد ملامتوو؟!

پوښتنه دا ده: ولې د افغانانو ټول قهر یوازې پر خلیلزاد ورټولېږي؟ ولې هغه امریکایي چارواکي نه ملامتوو چې په ښکاره ډول یې پرېکړې کولې او د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کې یې ستر لاس درلود؟ ولې جنرال سکاټ مېلر، جو بایډن، ډونلډ ټرمپ، مایک پومپیو او د CIA او پنټاګون مسؤلین نه ملامتوو؟
ځکه دا کسان د افغانانو سره نژادي اړیکي نلري، نو ځکه په بحثونو کي د هغوی نوم هم نه اخلو.
ایا موږ فکر کوو چې د امریکا حکومت د افغانستان په څېر دی چې یو کس کولای شي هر څه په خپله خوښه پرېکړه کړي؟ دا یو ډېر ساده او جاهلانه ګمان دی.
د امریکا نظام د څو ګونو ادارو پر همغږۍ ولاړ دی.
د طالبانو سره د سولې پروسه یوازې د خلیلزاد په خوښه نه وه، بلکې په کې پنټاګون، CIA، NSA، د بهرنیو چارو وزارت، د کانګرس استازي او د امریکا ولسمشر ښکېل وو.
د امریکا د پرېکړې پروسه
په امریکا کې هېڅکله سترې پرېکړې د یوه کس په خوښه نه کېږي. هره ستراتیژیکه تګلاره د بېلابېلو ادارو له بحث، ارزونې او تصویب وروسته عملي کېږي. نو دا تصور چې ګواکې خلیلزاد خپله پرېکړه وکړه او د امریکا دولت یې ومنله، یوازې ناپوهي ده. هغه یوازې د یو مامور په توګه د هغه پلانونو د عملي کولو دنده لرله چې په واشنګټن کې جوړ شوي وو.

د افغان مشرانو ناکامي!

راځئ عادلانه قضاوت وکړو. هغه کسان چې د افغانانو لخوا ټاکل شوي وو، د افغانستان د قانوني مشرتابه چوکۍ یې درلودې او د افغانستان د ساتنې لوړه یې کړې وه، هماغه کسان ناکام او د سقوط مسؤل دي. اشرف غني، حامد کرزی، عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او نور ټولو ځانونه د افغانستان مشران بلل، خو په عمل کې یې د خپلو ژمنو خلاف وکړل.
اشرف غني، چې ځان یې د نړۍ “دویم  متفکر” باله او د امریکا د پوهنتونونو تجربه یې لرله، ولې ونه شوای کولای د امریکا له سیاستونو ځان خبر وساتي؟ ولې یې په ساده‌والي سره د امریکایانو خبرې ومنلې او د هیواد د ګټو لپاره یې کلک دریځ ونه نیوه؟ د ده بې کفایتي او ناپوهۍ د دولت په سقوط کې تر هر څه ډېره ونډه لرله.
ان هیڅ دا فکر هم نه وو کړی چي یو وخت نه یو وخت به امریکا وځي ، هیڅ بدیل پلان يی نه لاره ، که فرضاً د امریکا منافع تغیر کوي ، نو افغانستان به په داسي حالت کي څه کوي.
افغان مشرانو سخت غفلت وکړ، او اوس خپله ملامتیا
پر نورو اچوي.

د حکمتیار جنایات او د افغانانو چوپتیا!

ګلبدین حکمتیار، چې زرګونه افغانان یې د ISI او د ایران د سپاه پاسداران په ګټه ووژل، یو ښکاره جنګي مجرم دی. خو څوک هغه ته د حساب ورکولو غوښتنه نه کوي. برعکس، هغه ته د سولې د نوم لاندې امتیازات ورکړل شول. ایا دا د انصاف خبره ده چې د یوه جنګي مجرم له جنایاتو سترګې پټې کړو او ټول قهر یوازې پر یوه دیپلومات خالي کړو؟

نړیوال سیاست او دیپلوماتیک تاکتیکونه!
خلیلزاد هغه څه وکړل چې هر دیپلومات یې د خپلې دندې په چوکاټ کې کوي. دا د نړیوال سیاست یوه عادي قاعده ده چې هر استازی د خپل هیواد ګټې ساتي او د ګټو د ساتلو لپاره د مختلفو تکتیکونو څخه کار اخلي چي خطا ایستل هم یو مهم تکتیک دی د داسی پرېکړو.
موږ نه شو کولای د امریکا دیپلومات د افغانستان د ګټو د خوندي کولو لپاره مسؤل وبولو. اصلي مسؤلیت د افغان مشرانو پر غاړه دی چې د دې تکتیکونو د درک او مقابله کولو وړتیا یې نه لرله.

پایله!
په پایله کې، د خلیلزاد پر وړاندې دا ډول قضاوت یوازې احساساتي او غیر منطقي دی. هغه امریکایي دیپلومات و، دنده یې د امریکا ګټو ته خدمت کول و، نه د افغانستان.
اصلي خیانت او ناکامي د هغو افغان مشرانو ده چې د افغانستان د ساتنې لوړه یې کړې وه، خو یا یې هېواد د پردیو په لاس کې ورکړ او یا یې د خپلو شخصي ګټو لپاره ملت په وینو ولمباوه.
که موږ رښتینی عدالت غواړو، باید خپل قضاوت له احساساتو وباسو او د افغان مشرانو د خیانتونو، جنایاتو او بې کفایتۍ په اړه صادقانه خبرې وکړو. افغانان باید پوه شي چې ستونزه د نورو په ملامتولو سره نه حل کېږي. د افغانستان د ناکامۍ ریښه په خپله د افغانانو په منځ کې ده، نه په خلیلزاد کې یا امریکا کې.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here