د طالبانو حکومت اړوند المرصاد رسنۍ په یوه تازه څېړنیز راپور کې ویلي، چې پاکستان په جنوبي اسیا کې د داعش د بیا تنظیم او پراختیا لپاره په اصلي مرکز بدل شوی دی.
د راپور له مخې، پاکستان نه یوازې دا چې داعش ته د فعالیت زمینه برابره کړې، بلکې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې یې د دې ډلې روزنیز مرکزونه هم فعال ساتلي، چې له همدې ځایونو څخه په افغانستان، ایران، روسیه او نورو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه تنظیمېږي.
المرصاد وايي، د کندهار خونړی برید، د روسیې د کنسرت تالار حمله او د ایران په کرمان ښار کې چاودنه هغه بېلګې دي، چې ترسره کوونکي یې وروسته د پاکستان له خاورې سره تړل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د خیبر پښتونخوا په باړه ولسوالۍ کې د نامعلومه وسله والو له لورې، د وروستیو عملیاتو پر مهال ۱۱ داعش غړي وژل شوي، چې ټول بهرني اتباع وو او دا پېښه ښيي چې داعش لا هم په پاکستان کې منظم حضور لري.
همدارنګه المرصاد زیاتوي، چې د بلوچستان په مستونګ کې د داعش لوړپوړی غړی عاصم بلوچ، د خیبر په سورغر سیمه کې عبدالمالک، او په پنجاب کې برهان په نوم یو بل مهم قومندان هم وژل شوي دي.
المرصاد زیاتوي، چې ترکیهيي داعش غړي «مهمت ګورین» هم د نیول کېدو پر مهال اعتراف کړی، چې په بلوچستان کې د داعش روزنیز مرکزونه شته، چیرې چې د بېلابېلو هېوادونو کسان د نړیوالو بریدونو لپاره روزل کېږي.
راپور ټینګار کوي، چې پاکستان د داعش د داخلي او بهرنیو غړو ترمنځ د نښلولو رول لوبوي او هڅه کوي دا ډله د ګاونډیو هېوادونو د بېثباته کولو لپاره د فشار وسیله وګرځوي.

