د طالبانو حکومت اړوند استخباراتي رسنۍ المرصاد ادعا کړې چې، د خیبر پښتونخوا د اورکزیو ولسوالۍ اړوند د غلجو په تورکاڼي او نریک سیمو کې افغان ځواکونو تېره شپه له داعشیانو سره سخته نښته کړې ده.
د المرصاد په وینا، په دې نښته کې د دوو مهمو قومندانانو په ګډون نهه داعشیان وژل شوي دي.
د یادې رسنۍ له قوله، په وژل شویو کې حاجي عبدالرحمن مشهور په ابو ناصر، او ملا فاروقي شامل دي؛ چې انځورونه یې هم ترلاسه کړي او خپاره کړي دي.
د راپور پر بنسټ دواړه په اورکزیو کې د داعش له مهمو څېرو ګڼل کېدل او هڅه یې کوله چې په سیمه کې خپل مرکزونه او نفوذ پراخ کړي.
له دې وړاندې هم وړمه شپه د خیبر درې د تیرا په توردره سیمه کې د داعشیانو پر یوې ډلې عملیات شوي وو، چې «المرصاد» یې ویډیوګانې خپرې کړې دي.

