د آلمان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د ایران د حکومت منتقدان چې په آلمان کې ژوند کوي، په خطر کې دي.
دغه وزارت په برلین کې د سبز ګوند د استازي مارسل امریش د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په منظم ډول راپورونه را رسیږي چې د بهرنیو ایرانیانو د تاوتریخوالي هڅې په ډاګه کوي.
د وزارت په وینا، یاد افراد کولای شي د ایران د حکومت د سایبري حملو قرباني هم شي.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې لږ تر لږه بهر کې د مېشتو منتقدو ایرانیانو پر وړاندې یو تهدید شته او دا خطرونه د امنیتي ادارو له خوا په جدي توګه څارل کېږي.
د وزارت په بیان کې ویل شوي چې د بهرنیو دولتي ادارو فعالیتونه یا له هغوی سره تړلي کسان په آلمان کې ډېر جدي ګڼل کېږي او په هېڅ صورت به اجازه ورنه کړل شي، چې د آلمان په خاوره کې د نورو خلکو ژوند ته خطر پېښ کړي.

