چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستانآلمان؛۱۴۱ افغانان د یوې چارټر الوتنې له لارې دغه هېواد ته لېږدولي

آلمان؛۱۴۱ افغانان د یوې چارټر الوتنې له لارې دغه هېواد ته لېږدولي

د آلمان رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت ۱۴۱ افغان وګړي آلمان ته لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، دغه افغانان د یوه چارټر الوتنې له لارې د نیدرزاکسن ایالت د هانوفر هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې دا کسان به تر لومړنیو اداري چارو وروسته د آلمان بېلابېلو ایالتونو ته واستول شي.

چارواکي زیاتوي چې دا لېږد د هغو افغانانو لپاره شوی چې د آلمان د بشردوستانه او ځانګړو منلو پروګرامونو کې شامل دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here