د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ویلي چې هېواد یې د پولې هاخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د اقدام حق لري او ټینګار یې کړی چې که په پاکستان کې تاوتریخوالی دوام وکړي، نو مسؤل کسان به تعقیب او حساب ورسره وشي.
د پاکستان د ولسمشرۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې اسلاماباد د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره اقدامات مشروع بولي او دا یې د دولت اساسي مسؤلیت یاد کړی دی.
زرداري د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره ویلي چې د دوحې تړون له ژمنو سره سره لا هم داسې اندېښنې شته چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارېدلی شي.
هغه د ملګرو ملتوتو د څار راپور ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د بېلابېلو وسلهوالو ډلو د حضور یادونه شوې او ګواکې ځینې یې د پاکستان پر ضد فعالیتونه تنظیموي.
نوموړي ویلي چې هېواد یې د سیمې له هېوادونو سره د سولې او همکارۍ غوښتونکی دی، خو زیاته کړې یې ده چې د پاکستان د خلکو امنیت «بنسټیز او نه معامله کېدونکی اصل» دی.

