د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني ویلي، طالبان دا مهال پیاوړي دي او د بهر مېشتو مخالفینو له لوري ورته کوم جدي ګواښ متوجه نه دی.
هغه له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، راتلونکی به وښيي چې پاکستان د طالبانو بدیل جوړوي او که نه؛ خو په اوس وخت کې داسې څه نه تر سترګو کېږي.
دراني ټینګار کړی چې طالبان باید د ټولو ګډونه حکومت جوړېدو موضوع حل کړي او د افغانستان خلکو ته حساب ورکوونکي وي.
نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو دننه غړي منضبط دي او که څه هم ځینې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو مخالف دي، خو په ښکاره یې نه وایي.
دی وايي، د طالبانو دننه د قیام احتمال شونی دی؛ خو دا موضوع روښانه نه ده.

