دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانآسترالیا او آیرلنډ؛د افغانستان زلزله‌ځپلو ته نوې بشري مرستې اعلان کړې

آسترالیا او آیرلنډ؛د افغانستان زلزله‌ځپلو ته نوې بشري مرستې اعلان کړې

د آسترالیا حکومت د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې د اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

دغه مرسته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له لارې د افغانستان بشري صندوق ته ورکول کېږي.

همدارنګه د آیرلنډ حکومت ۵۰۰ زره یورو د زلزله‌ځپلو لپاره ځانګړي کړي دي.

یاده مرسته د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون ته ورکول کېږي څو د ژغورل شویو کورنیو لپاره بیړنۍ خوراکي توکي، اوبه، روغتیايي خدمتونه او نورې بشري مرستې برابرې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here