یکشنبه, مارچ 15, 2026
Homeافغانستانډونالډ ټرمپ:امریکا کولای شوه د افغانستان جګړه وګټي؛ خو سیاست یې مخه...

ډونالډ ټرمپ:امریکا کولای شوه د افغانستان جګړه وګټي؛ خو سیاست یې مخه ونیوله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا کولای شوه د افغانستان جګړه وګټي، خو د سیاسي پریکړو له امله دا هدف نه‌دی تر لاسه شوی.

هغه د امریکا د سمندري ځواکونو د ۲۵۰مې کلیزې په مراسمو کې وویل: «موږ د بریا لپاره جګړه بنده کړه؛ موږ به په اسانۍ سره په افغانستان کې بریالي شوي وای؛ خو سیاست مخه ونیوله.»

ټرمپ یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو غوښتنه تکرار کړې او ویلي، دا اډه د چین اټومي سیمې ته نږدې ده.

بل‌خوا، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، بګرام د افغانستان د خاورې برخه ده او هېڅکله به بهرنیو ته ونه سپارل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here