هالنډۍ رسنۍ NL Times تېره ورځ په یو راپور کې ویلي، چې د هالنډ حکومت پر دې کار کوي، ترڅو ازبکستان قانع کړي، چې په هالنډ کې رد شوي افغان کډوال په خپل کور کې ومني.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوس مهال هالنډي چارواکي پر دې غور کوي، چې څنګه ازبکستان ته قناعت ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د هالنډ د کډوالۍ وزیر ماریولین ویلي وو، چې په دې اړه له ازبکستان سره یوه هوکړه د لاسلیک کېدو په حال کې ده.
هالنډ پر داسې وخت کې یاد اقدام کوي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له یو شمېر اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اېستلو پر سر خبرې روانې دي.

