ننګرهار کې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کوره د تېښتې د هڅې په تور ۳۹ دُرې وهلې ده.
یادې محکمې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې دا حکم د کوز کونړ د لومړنۍ محکمې له لوري پلي شوی دی.
تېره ورځ هم د طالبانو له لوري په ننګرهار کې دوو کسانو ته تعزیري سزاوې ورکړل شوې وې.
سره له دې چې نړیوال ژر تر ژره د دغو سزاوو د بندېدو غوښتنه کوي؛ خو طالبان وايي دا یو شرعي عمل دی او په ټولو مجرمینو به پلي کېږي.

