په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د دغه سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې د افغانستان د وضعیت د هواري لپاره د نړیوالې ټولنې د پرېکنده او متحد اقدام غوښتنه وکړه.
نصیر احمد فایق له هېوادونو هم وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو له مخې د افغانستان د جنسیتي توپیر پر وړاندې ودرېږي.
نوموړي دې غونډې ته په خپله وینا کې د افغانستان وضعیت خورا د اندېښنې وړ وباله.
ښاغلي فایق وویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د بشري حقونو او د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت په برخو کې له ژور بحران سره مخ دی.
فایق همداراز ویلي، چې د طالبانو تعلیمي سیستم د ریښتینې روزنې پر ځای په افراطیت او د طالبانو لپاره د نویو ځواکونو په روزلو تمرکز کوي چې دا به په افغانستان او سیمه کې د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل شي.

